د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان امریکايي پوهنتون لپاره په راتلونکو دوو کلونو کې د ۲۵ مېلیون ډالرو د بودجې غوښتنه رد کړې ده. دغه وزارت ویلي، چې د روان زېردیز کال تر پایه به دغه پوهنتون ته د هر ډول بودجې ورکړه هم ودروي. یاد راپور د ۲۰۲۲کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۵ ال تر ډسمبر پورې افغانستان کې د بشري مرستو وضعیت څېړلی. په دې څېړنه کې پر څو مهمو موضوعاتو تمرکز شوی، چې په بشري مرستو کې د جنسیت موضوع، ښځو او نجونو ته د مرستو رسولو لپاره د شرایطو له مخې د لارو چارو بدلون، د نړۍوالو بندیزونو اغېزې، بشري اصول او عملیاتي جوړجاړی، د ۲۰۲۵کال د مالي مرستو د کمښت اغېزې، اداري ستونزې، کړنلارې او د مرستو په چارو کې د کورنیو ادارو د ونډې زیاتېدل پهکې شامل دي.د یادې شبکې په وینا، د ښځو پر تګراتګ، کار، زدهکړو او په ټولنیز ژوند کې پر ګډون لګېدلو محدودیتونو مرستو ته د هغوی لاسرسی لا ستونزمن کړی او مرستندویه ادارې هم د ښځو او نجونو د اړتیاوو پوره کولو په برخه کې له محدودیتونو سره مخ شوې دي.د راپور له مخې، ښځې ډېری وخت اړې وي خپلې اړتیاوې د نارینهو له لارې وړاندې کړي چې له امله یې هغه ښځې چې پیاوړې ټولنیزې اړیکې نهلري له بشري مرستو څخه د برخمنېدو لږ فرصت لري….
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
واشنګټن د افغانستان امریکايي پوهنتون بودجه بندوي