د مخالفو ګوندونو په ګډون د پاکستان حکومت او د تحریک انصاف ګوند ترمنځ د سیاسي کړکېچ د کمښت په موخه خبرې نن پیلېږي. دواړه خواوو د دغه خبرو لپاره شپږ کسیزې کمېټې هم جوړې کړې دي. د پاکستان د پوځ ویاند شریف چودري د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، دغه غونډه د وږي په څلورمه په کندهار کې شوې او موخه یې په پاکستان کې د بریدونو د زیاتولو لپاره د دغو ډلو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول وو. چودري ادعا وکړه چې په غونډه کې د بلوچستان د ازادۍ پوځ، د هند نیمهوچې د القاعدې او د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د ډلې استازو ګډون کړی و. د پاکستان د پوځ د ویاند په وینا، د دغو ډلو استازو د ځواکونو د بسیج او د خپلو فعالیتونو ترمنځ د همغږۍ پر څرنګوالي خبرې کړې دي. هغه ادعا وکړه چې د دغو ډلو استازو ویلي، کله چې دوی جلا فعالیت کوي، «سخت زیان» ویني او له همدې امله یې د ګډې همکارۍ پرېکړه کړې ده. د پاکستان د پوځ ویاند وویل، د بلوچستان د ازادۍ پوځ استازو په غونډه کې ویلي چې دغه ډله د ځواکونو د جذب او جګړې په برخه کې له ستونزو سره مخ ده. د هغه په وینا، د دغې ډلې استازو له حافظ ګل بهادر څخه د بشري ځواک…
Quick facts
Timeline
-
AF International
د پاکستان حکومت او د تحریک انصاف ګوند ترمنځ خبرې اترې نن پیلېږي
Sources
Afghan sources
د پاکستان حکومت او د تحریک انصاف ګوند ترمنځ خبرې اترې نن پیلېږي