Summary: د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې د پنجشنبې په ورځ د افغان مهاجرینو ١٦٣ کورنۍ له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستنې شوې دي. د یاد کمېسیون دارالانشاء د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د تلې په ۹مه نېټه د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ٨٦ کورنۍ، د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې ١٠ کورنۍ، د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې ٤٨ کورنۍ او د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې ١٩ کورنۍ افغان مهاجرین خپل هېواد ته راستانه شوي دي.د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې وړمه ورځ همدارنګه په تورخم کې له ١٠٩ کورنیو، سپین بولدک کې له ١٠ کورنیو، نیمروز کې له ۳ کورنیو، هرات کې له ١٩ کورنیو او کابل کې له ٢٠ کورنیو سره مرسته هم شوې ده.د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون په خبرپاڼه کې همدارنګه څرګنده شوې، چې په یاده نېټه ټولټال ٧١٧ مهاجرين او د نیمروز له لارې ٩٨٥ مسافر خپل هېواد ته راستانه شوي دي.راستنو شویو کورنیو ته د دغه کمېسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي هیئت له لوري د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی دی او ټول ټال ورته ١٠٢ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
وړمه ورځ د افغان مهاجرینو نږدې ۲۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي
منابع
Afghan sources
وړمه ورځ د افغان مهاجرینو نږدې ۲۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي