Diplomacyافغانستانپښتو

د دفاع وزارت پوځي پلاوي د روسیې په «Center-2026» ستراتیژیکو پوځي تمریناتو کې… — Bakhtar

روان خبرDiplomacy1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-03 17:37:03🎙 راډیو واورئ

Summary: د روسیې فدراسیون په رسمي بلنه د افغانستان اسلامي امارت د دفاع وزارت لوړپوړي پلاوي د عبدالله بن مسعود رض د جګړه‌ يیزو ګډو زده کړو قوماندانۍ قوماندان مولوي نصیب الله مدني په مشرۍ د روسیې هیواد په کوربتوب د «Center-2026» په ستراتیژیکو ګډو پوځي تمریناتو کې ګډون وکړ. دغه وزارت په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې ياد پلاوي د تمریناتو د عملي پړاوونو له لیدنې سربېره، د درنو وسلو، بې‌پیلوټه الوتکو، لیرې واټن ویشتونکو توغندیو، روباټیک سیسټمونو او نورو عصري پوځي تجهیزاتو له نندارتون څخه هم لیدنه کړې ده. افغان پلاوي د یاد سفر په ترڅ کې همدارنګه د چین، هند، شمالي کوریا، ویتنام، کولمبیا، ازبکستان، تاجکستان او یو شمېر نورو هېوادونو له پوځي استازو سره د دوه‌اړخیزو اړیکو، پوځي تجربو، روزنې، مسلکي زده کړو او د ګډو همکاریو په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.

لنډ معلومات

موضوعDiplomacy
سرچینې1
تازه شوی2026-10-03 17:37:03

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د دفاع وزارت پوځي پلاوي د روسیې په «Center-2026» ستراتیژیکو پوځي تمریناتو کې ګډون وکړ

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-03 15:51:10

د دفاع وزارت پوځي پلاوي د روسیې په «Center-2026» ستراتیژیکو پوځي تمریناتو کې ګډون وکړ

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button