افغانستانامنیتپښتو

د بهرنیو چارو وزیر په سیاسي او د سولې ټینګښت چارو کې د… — Bakhtar

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-03 17:37:06🎙 راډیو واورئ

Summary: د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په سیاسي او د سولې ټینګښت چارو کې د ملګرو ملتونو له مرستیالې سرمنشي روزمیري ډیکارلو سره کتلي دي. دغه وزارت په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په دې کتنه کې د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو د عمومي وضعیت، بشري مرستو، د راستنېدونکو افغان کډوالو د اړتیاوو او دوامدار بیا ادغام لپاره د ګډو او همغږو هڅو پر اهمیت، د اقلیم بدلون او اوبو په برخو کې د افغانستان د ځانګړو اړتیاوو او لا زیاتو همکاریو پر اړتیا او د سیمه‌ییز وضعیت په اړه خبرې اترې شوې دي. د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د د دواړو لوریو ترمنځ د دوحې پروسې اړوند د نوو فرصتونو د موندلو پر څرنګوالي هم خبرې وشوې او د داسې همکاریو پر اهمیت ټینګار وشو، چې عملي پایلې ولري او د خلکو پر ژوند مثبت اغېز وکړي. د موجودو واقعیتونو سره سم، د افغانستان په اړه د راپورونو، څرګندونو او ارزونو د لا کره او متوازن انعکاس لپاره د دقیقو معلوماتو او باوري سرچینو د کارولو پر اهمیت ټینګار وشو. همداراز د پاکستان د پوځي رژیم له لوري د هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو د زیانمنېدو په تړاو اندېښنې شریکې شوې او د ملکي وګړو د ساتنې او د ورته زیانونو د مخنیوي پر اهمیت خبرې وشوې. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د نوې ځانګړې استازې رباب فاطمې د راتګ او نوموړې سره د لازمې همغږۍ او همکاریو په اړه هم د نظرونو تبادله وشوه. په پای کې د متقابل تفاهم، رغنده تعامل او د همکاریو د لا پیاوړتیا پر دوام ټینګار وشو.

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-03 17:37:06

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د بهرنیو چارو وزیر په سیاسي او د سولې ټینګښت چارو کې د ملګرو ملتونو له مرستیالې سرمنشي سره کتلي

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-03 15:44:25

د بهرنیو چارو وزیر په سیاسي او د سولې ټینګښت چارو کې د ملګرو ملتونو له مرستیالې سرمنشي سره کتلي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button