DiplomacyEnglishافغانستانهرات

په هرات کې له ۲۵ زیاتې کورنۍ په لنډمهالو سرپناو کې ژوند کوي… — Amu TV

DevelopingDiplomacyهرات1 SourcesUpdated: 2026-10-03 17:37:14🎙 Listen to radio

د هرات ښار د ۱۱مې ناحیې په کاریزک سیمه کې له ۲۵ زیاتې بې‌ځایه شوې کورنۍ د سختې بې‌وزلۍ او بېکارۍ له امله په موقتي سرپناو کې په بد وضعیت ژوند تېروي. ضیاګل ۹ کاله وړاندې د وچکالۍ او بې‌وزلۍ له امله له ګلران ولسوالۍ څخه کوچېدلې او له خپل مېړه او درېیو ماشومانو سره دغې سیمې ته راغلې ده. هغې خپلو ماشومانو ته یوه موقتي سرپناه جوړه کړې او تر اوسه په کې اوسېږي. ضیاګل له آمو سره په خبرو کې وایي: «موږ ۹ کاله مخکې له ګلران ولسوالۍ دلته راغلو. په دې موده کې مو هر څه وکړل خو ونه توانېدو ځان ته کور کرایه کړو یا یې جوړ کړو. د ماشومانو پلار مې له لاس او پښو فلج دی، هلکان او لور مې واړه دي؛ موږ حیران یو چې څه وکړو.» جمعه ګل د یوې پنځه کسیزې کورنۍ سرپرست دی. هغه وایي دوه میاشتې وړاندې له ایرانه اېستل شوی او په هرات ښار کې یې د کور د کرایه کولو وس نه درلود، نو ځکه یې په دې سیمه کې د خپلې کورنۍ لپاره یوه موقتي سرپناه جوړه کړې ده. د هرات دا بې‌ځایه شوی وایي چې کورنۍ یې اوبو او برېښنا ته لاسرسی نه لري او ماشومان یې په بېلابېلو ناروغیو اخته دي، خو د درملنې مالي وس نه لري. جمعه ګل زیاتوي چې په کشک…

Quick facts

Locationهرات
TopicDiplomacy
Sources1
Updated2026-10-03 17:37:14

Timeline

  1. Amu TV

    په هرات کې له ۲۵ زیاتې کورنۍ په لنډمهالو سرپناو کې ژوند کوي | آمو ټلویزیون

Sources

Afghan sources

Amu TVPS
2026-10-03 10:56:50

په هرات کې له ۲۵ زیاتې کورنۍ په لنډمهالو سرپناو کې ژوند کوي | آمو ټلویزیون

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button