افغانستانامنیتدری

مسکو کې طالب سفیر: د افغانستان او سیمې اړیکې باید پر متقابل درناوي… — AF International

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-03 21:20:13🎙 رادیو را بشنوید

په مسکو کې د طالبانو سفیر ګل حسن حسن د «شمالي قفقاز د خبرو اترو، دودونو او پرمختګ لپاره فضا» تر سرلیک لاندې نړیوال فورم کې د وینا پر مهال د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ پر ګډ پرمختګ او خبرو اترو ټینګار کړی دی. د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي، ضمیر کابولوف، ویلي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د ترینګلتیا کمول به د غونډې له مهمو موضوعاتو څخه وي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر په ۲مه ویلي چې د مشورتي غونډې ګډونوال به د سیمه‌ییزو هېوادونو او افغانستان ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي همکاریو، د ترهګرۍ او نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د سیمه‌ییزې همکارۍ پر زیاتولو تمرکز وکړي. په دې غونډه کې به د افغانستان، هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، روسیې، تاجکستان او ازبکستان ځانګړي استازي او لوړپوړي چارواکي ګډون وکړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د بېلاروس او مصر پلاوي هم د مېلمنو په توګه دې غونډې ته بلل شوي دي. په اسلام‌اباد کې حکومتي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې پاکستاني پلاوی د شنبې په ورځ، د اکتوبر په ۳مه، مسکو ته روان شوی دی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي به هم د غونډې د ګډون…

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-03 21:20:13

خط زمانی

  1. AF International

    مسکو کې طالب سفیر: د افغانستان او سیمې اړیکې باید پر متقابل درناوي او ګډ پرمختګ ولاړې وي

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-03 18:01:40

مسکو کې طالب سفیر: د افغانستان او سیمې اړیکې باید پر متقابل درناوي او ګډ پرمختګ ولاړې وي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button