KabulPoliticsافغانستانپښتو

وزیر دفاع امریکا: محاصرۀ تنگۀ هرمز همچنان محکم است؛ ترامپ گزینه‌های مختلفی برای… — Pajhwok

روان خبرPoliticsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-04 04:37:00🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۵): د امریکا دفاع وزیر پیټ هېګسېت وایي، د هرمز تنګي کلابندي لا هم ټینګه ده او که ایران خپل چلند بدل نه کړي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اقدام لپاره بېلابېل انتخابونه لري. اسوشیتدپرس د هېګسېت له قوله راپور ورکړی چې نوموړي خبریالانو ته ویلي: «ایران غواړي د هرمز تنګي په څېر موضوعاتو کې لوبې وکړي؛ هغوی یې کنټرول نه لري، موږ یې لرو.» هغه ادعا کړې چې د امریکا کلابندي تر اوسه ټینګه پاتې شوې او د یاد تنګي له لارې د تګ راتګ کچه نږدې د جګړې له مخکینۍ کچې سره برابره شوې ده. هېګسېت زیاته کړې: «موږ ځان په ډېر قوي موقف کې وینو. ایران باید سم انتخاب وکړي؛ که یې ونه کړي، ولسمشر به ټول اړین انتخابونه په لاس کې ولري.» د امریکا دفاع وزیر دغه راز ویلي، ټرمپ هوډ لري چې ایران اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي. هغه ویلي: «پیغام ډېر ساده دی؛ ایران به هېڅکله اټومي وسلې ونه لري.» دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هرمز تنګي، اټومي پروګرام او روانې جګړې د پای ته رسولو په اړه غیرمستقیمې خبرې تر اوسه کومې وروستۍ هوکړې ته نه دي رسېدلې. ایراني چارواکو تر دې مخکې ویلي وو چې د هرمز تنګي د بیاپرانیستو لپاره باید امریکا ایران سمندري کلابندي پای ته ورسوي؛ تهران ویلي،…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-10-04 04:37:00

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د امریکا دفاع وزیر: د هرمز تنګي کلابندي ټینګه ده؛ ټرمپ د اقدام لپاره بېلابېل انتخابونه لري

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-04 09:05:26

د امریکا دفاع وزیر: د هرمز تنګي کلابندي ټینګه ده؛ ټرمپ د اقدام لپاره بېلابېل انتخابونه لري

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button