DevelopmentEnglishKabulافغانستان

غزني کې د ۱۶ ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د ووشو دوه ورځنۍ سیالۍ پیل… — Pajhwok

DevelopingDevelopmentKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-04 06:05:16🎙 Listen to radio

غزني‌ښار (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۵): د غزني د ورزش مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ۱۶ ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د «تالو» او «ساندا» برخو کې د ووشو دوه ورځنۍ سیالۍ پیل شوې. د غزني د بدني روزنې او ورزش ادارې مسوول ذاکر حسین بیات پژواک ته وویل، د ۱۶ ولایتونو ترمنځ د ووشو د سیالیو جوړېدل ورزشکارانو ته فرصت برابروي چې خپلې وړتیاوې وازمايي، تجربې ترلاسه کړي او د راتلونکو سیالیو لپاره لا ښه چمتووالی ونیسي. هغه زیاته کړه، په دغو دوه ورځنیو سیالیو کې چې د غزني په کوربه‌توب ترسره کېږي، د غزني په ګډون د کابل، پروان، پنجشېر، بغلان، بلخ، میدان‌وردګو، لوګر، پکتیا، خوست، بامیان، زابل، کندهار، هلمند، نیمروز او هرات ولایتونو شاوخوا ۱۵۰ ورزشکارانو ګډون کړی دی. د نوموړي په خبره، ګډونوال په څلورو، د ماشومانو، تنکي ځوانانو، ځوانانو او لویانو کټګوریو کې سیالي کوي. بیات وویل، د دې ډول سیالیو له لارې هڅه کېږي چې غوره او تکړه ورزشکاران وپېژندل شي، د ورزشکارانو ترمنځ سالم رقابت رامنځته شي او په ولایتونو کې د ووشو ورزش لا وده وکړي. هغه زیاتوي، د غزني د بدني روزنې او ورزش اداره هڅه کوي چې د بېلابېلو ورزشي سیالیو په جوړولو سره ځوانان ورزش ته وهڅوي او هغو ورزشکارانو ته د ودې زمینه برابره کړي چې په راتلونکې کې د هېواد په کچه په سیالیو کې د ګډون…

Quick facts

LocationKabul
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-10-04 06:05:16

Timeline

  1. Pajhwok

    غزني کې د ۱۶ ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د ووشو دوه ورځنۍ سیالۍ پیل شوې

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-04 10:33:26

غزني کې د ۱۶ ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د ووشو دوه ورځنۍ سیالۍ پیل شوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button