کابل (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۵): د ایران د پارلمان مشر وايي، تر هغه چې د اسلاماباد هوکړهلیک پر بنسټ د ایران اووه شرطونه تحقق ونه مومي، هرمز تنګی به تړلی پاتې وي او ایران خپله ملي امنیتي تګلاره د «امریکايي چارواکو پر ټویټونو» نه تنظیموي. د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي تېره دوشنبې ویلي وو چې د تهران اووه مادهییز پلان د قطري چارواکو له لارې امریکايي چارواکو ته رسول شوی او د واشنګټن د ځواب په تمه دي. له دې وروسته، الجزیرې د ایران د حکومت د ویاند له قوله راپور ورکړی و چې تهران هم د امریکا له لوري یو وړاندیز ترلاسه کړی، خو په دې اړه یې نور جزئیات نه وو ورکړي. په همدې حال کې، د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران پارلمان رییس محمدباقر قالیباف نن (یکشنبه) د مجلس په علني غونډه کې ویلي چې د تهران دریځ په بشپړه توګه روښانه او پرېکنده دی. د نوموړي په وینا، تر هغه چې د اسلاماباد د تفاهملیک پر بنسټ د ایران اووه شرطونه پوره نه شي، هرمز تنګی نه پرانیزي. د یادونې ده، ایران د «اووه ورځني پلان» په نوم یوه طرحه د قطري منځګړو له لارې امریکا ته وړاندې کړې وه؛ په دې طرحه کې په ایران او لبنان کې د نښتو پای ته رسول، د…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
قالیباف: تر هغه چې د ایران اووه شرطونه تحقق ونه مومي، هرمز تنګی نه پرانیستل کېږي
سرچینې
Afghan sources
قالیباف: تر هغه چې د ایران اووه شرطونه تحقق ونه مومي، هرمز تنګی نه پرانیستل کېږي