EnglishKabulPoliticsافغانستان

کابل کې د امام برهان‌الدین مرغیناني رحمة‌الله د علمي میراث په اړه نړۍوال… — Pajhwok

DevelopingPoliticsKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-04 10:34:20🎙 Listen to radio

کابل (پژواک ۱۲ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د علومو اکاډمي له لوري په کابل کې په معاصرو اسلامي علومو کې د امام برهان‌الدین مرغیناني رحمةالله د علمي میراث او مقام په اړه نړۍوال علمي کنفرانس جوړ شو. په دغه کنفرانس کې د اوزبېکستان هېواد د مسلمانونو ادارې د لومړي مرستیال په مشرۍ ۱۴ کسیز علمي پلاوي هم ګډون وکړ. په یاد کنفرانس کې د افغانستان د علومو اکاډمي د ژباړې او تدقیق مرکز ريیس شیخ عزیزالله مظهري وویل چې د حنفي فقهې د نامتو عالم او فقیه، امام برهان‌الدین المرغیناني رحمة‌الله یو پیاوړی او علمي شخصیت تېر شوی دی. هغه زیاته کړه، د مرغیناني رحمة‌الله اثار، په ځانګړې توګه د «الهداية» کتاب، د یوې ځانګړې زمانې او جغرافیې له پولو بهر د ټول اسلامي امت پر علمي او فکري ژوند ژور او دوامدار اغېز ښندلی دی. نوموړی وایي، دغه شاهکار اثر د پېړیو په اوږدو کې د اسلامي نړۍ په معتبرو مدرسو او څېړنیزو مرکزونو کې د تدریس او علمي استفادې لپاره خپل ځانګړی او لوړ مقام په پوره اقتدار سره ساتلی دی. په یاده غونډه کې قاري عبدالستار سعید د رییس‌الوزراء د ستراتیژیکو اړیکو مسوول د ملا محمدحسن اخند پیغام وړاندې کړ. په دغه پیغام کې راغلي چې د اسلامي تمدن په علمي تاریخ کې ماوراءالنهر او بلخ د قران، حدیثو، عقیدې او فقهې د سترو علماوو د روزنې…

Quick facts

LocationKabul
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-10-04 10:34:20

Timeline

  1. Pajhwok

    کابل کې د امام برهان‌الدین مرغیناني رحمة‌الله د علمي میراث په اړه نړۍوال کنفرانس جوړ شو

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-04 15:03:16

کابل کې د امام برهان‌الدین مرغیناني رحمة‌الله د علمي میراث په اړه نړۍوال کنفرانس جوړ شو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button