Kabulافغانستانامنیتدری

د چين او افغانستان ترمنځ نوی جوړ شوی سړک رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شو + راپور

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-04 10:36:33🎙 رادیو را بشنوید

کابل – چارواکي وايي، د بدخشان له واخان څخه د چین تر پولې پورې د سړک د جوړولو چارې بشپړې او دغه سړک د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، د دې خاورین سړک د پرانیستلو مراسم د یکشنبې په ورځ، د تلې په ۱۲مه، د واخجیر په دره کې د طالبانو د یو شمېر چارواکو په حضور کې ترسره شول. د يادې پروژې د تخنیکي چارو په اړه د شرکت انجنیر محمد اسماعیل وايي، د دې لارې جوړول د واخان د سختې جغرافیې او غرنیو سیمو له امله له ځانګړو تخنیکي ستونزو سره مل وو. نوموړی وايي په دې پروژه کې د سړک جغل‌اچونه او هوارول، ۶۶ پلچکونه، څلور لوی پلونه او شاوخوا څلور زره متره استنادي دېوالونه شامل دي. په دغو مراسمو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مرستیال ارسلا خروټي وویل، دغه سړک له بروغیل سیمې څخه د پامیر د واخجیر درې له لارې تر چین پولې پورې غځېدلی او د ۳۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري جوړ شوی دی. د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور چې په دغه مراسمو کې د ګډون په موخه بدخشان ته تللی و وویل، د واخان لارې بشپړېدل به نه یوازې د دې سیمې…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-04 10:36:33

خط زمانی

  1. Parstoday

    د چين او افغانستان ترمنځ نوی جوړ شوی سړک رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شو + راپور

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-10-04 10:29:48

د چين او افغانستان ترمنځ نوی جوړ شوی سړک رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شو + راپور

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button