EconomyKabulافغانستاندری

په شپږو زندانونو کې د بندیانو لپاره د کسب‌زده‌کړې دوه کلنه پروژه پیل… — Pajhwok

در حال تکمیلEconomyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-04 16:52:58🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۵): د زندانونو چارو د تنظیم اداره وایي، د نږدې ۴۷۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په شپږو زندانونو کې د ښځینه او نارینه بندیانو لپاره د کسب‌زده‌کړې دوه کلنه روزنیزه پروژه پیل شوې ده. د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د معلوماتو له مخې، دغه پروژه د «او وای ډي او» موسسې له خوا د سویډن د همکارۍ بنسټ په ۴۷۸ زره او ۶۳۲ امریکایي ډالرو مالي ملاتړ او د دې ادارې په همغږۍ د «زندانونو د ملاتړ پروګرام» تر نوم لاندې عملي کېږي. سرچینه وایي، د پروژې په لړ کې نن د کابل د څرخي پله مرکزي زندان د نارینه بندیانو لپاره د نجارۍ یو مجهز روزنیز مرکز پرانیستل شو. د یادې موسسې د مسوولینو په وینا، د نجارۍ هره روزنیزه دوره به شپږ میاشتې دوام وکړي او په هره دوره کې به ۲۰ بندیانو ته د مسلکي روزونکو له خوا عملي او مسلکي زده‌کړې ورکړل شي. د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوولین وایي، تر روزنې وروسته به یاد بندیان د خپلې بند مودې تر بشپړېدو پورې د زندان د نجارۍ په عملي مرکز کې په تولیدي چارو بوخت وي، څو عملي تجربه هم ترلاسه کړي. سرچینه زیاتوي، ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې د کابل د ښځینه زندان د ښځینه بندیانو لپاره د خیاطۍ او د پکتیا، خوست، ننګرهار، هلمند او…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-04 16:52:58

خط زمانی

  1. Pajhwok

    په شپږو زندانونو کې د بندیانو لپاره د کسب‌زده‌کړې دوه کلنه پروژه پیل شوه

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-04 21:20:11

په شپږو زندانونو کې د بندیانو لپاره د کسب‌زده‌کړې دوه کلنه پروژه پیل شوه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button