Summary: د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د مسکو فارمټ په اتمه غونډه کې د ګډون په موخه د روسیې فدراسیون پلازمینې مسکو ته روان شو. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په دغه سفر کې به د هېواد د بهرنیو چارو وزیر له خپل روسي سیال سرګي لاوروف او نورو لوړرتبه مسوولینو سره هم دوه اړخیزې ناستې ولري. د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رئیس حافظ ضیا احمد تکل تر دې مخکې ويلي و، چې دغه مشورتي ناسته کې به د افغانستان په اوسني وضعیت او د افغانستان او سیمې اړیکو اړوند موضوعاتو بحثونه وشي. بايد وويل شي، چې د مسکو فارمټ ناسته به سبا دوشنبه د روسیې پلازمېنه مسکو کې پیل شي.
اطلاعات کوتاه
موضوعPolitics
منابع1
بهروزرسانی2026-10-04 17:47:33
خط زمانی
-
Bakhtar
د بهرنيو چارو وزير د مسکو فارمټ په غونډه کې د ګډون په موخه روسيې ته روان شو
منابع
Afghan sources
BakhtarPS
2026-10-04 15:38:08
د بهرنيو چارو وزير د مسکو فارمټ په غونډه کې د ګډون په موخه روسيې ته روان شو