افغانستانامنیتدری

په قاهره کې د طالبانو او سویلي کوریا سفیران د دوه اړخیزو اړیکو… — AF International

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-04 21:25:15🎙 رادیو را بشنوید

په مصر کې د طالبانو سفارت وایي چې طالب سفیر د سویلي کوریا له سفیر سره په کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي دي. خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي چې دواړو لورو د اړیکو د پیاوړتیا هیله څرګنده کړې ده. د طالبانو د کلیو او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور چې د افغانستان- چین د ترانزیټي سړک واخان د پروژې د پرانیستې په مراسمو کې خبرې کولی وویل،«ځینې وخت زموږ ځینې وروڼه احساساتي کېږي او وايي چې ورځني بمبارۍ د څه لپاره دي؟ موږ باید دا نظام تر دې کچې جوړ کړو چې پر ځان بسیا شو او وکولای شو له هر افغان څخه داسې دفاع وکړو چې زیان رسوونکی کس په خپل هېواد کې خنثی کړو». نوموړي وویل، چې ددوی اداره دمګړۍ په ځان بسیا نه ده. هغه زیاته کړه، « موږ داسې کار کوو چې هم د افغانانو انتقام واخیستل شي او هم وضعیت دې ځای ته ونه رسېږي چې وینې تویې شي، جنازې روانې وي او هدف معلوم نه وي. دا په اسلام کې ناروا دي». منصور د واخان پروژې په اړه ویلي چې د طالبانو اقتصادي پالیسي «ډېره شفافه» ده او پروژې د ازادې داوطلبۍ له لارې ورکول کېږي. منصور تېر جمهوري نظام ته په اشارې وویل چې په هغه وخت کې به په سترو پروژو کې وزیر، معین او هم والي شریکان وو. نوموړي وویل،چې…

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-04 21:25:15

خط زمانی

  1. AF International

    په قاهره کې د طالبانو او سویلي کوریا سفیران د دوه اړخیزو اړیکو په اړه غږېدلي

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-04 17:45:07

په قاهره کې د طالبانو او سویلي کوریا سفیران د دوه اړخیزو اړیکو په اړه غږېدلي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button