جلال اباد – د افغانستان سني او شیعه علماوو د پاکستان له دیني عالمانو وغوښتل چې خپل حکومت له دا ډول کړنو راوګرځوي. وروسته له هغې چې تېره اونۍ د پاکستان جنګي جټ الوتکو د هلمند په ګرمسېر او د کونړ په شلتن ولسوالیو کې په هوايي بریدونو کې ملکي وګړي په نښه او مرګژوبله یې ور واړوله، په کور دننه او له هېواده بهر د پاکستان دا کړنه له سختو غبرګونونو سره مخ شوه. تازه په ختیځ ولایت ننګرهار او لویدیځ ولایت هرات کې سني او شیعه دیني عالمانو هم په جلا جلا ناستو کې د پاکستان دا کړنه په سختو ټکو وغندله. په ننګرهارکې جوړې شوې ناستې ته دیني عالم شیخ محمد عثمان بهرمندي په خپله وینا کې د پاکستان له دیني عالمانو او عام ولس څخه غوښتنه وکړه چې پر خپل حکومت فشار راوړي، څو د افغانستان پر ملکي وګړو د هوايي بریدونو مخنیوی وکړي. یو بل دیني عالم مولوي فریدالله فاروقي وویل، که اړتیا شي، دوی د خپل نظام تر شا درېږي او د نظام هرې سپارښتنې عملي کولو ته چمتو دي. په ختیځ ولایت ننګرهار کې پر سني عالمانو سربېره، د لویدیځ ولایت هرات په جبرایل ښارګوټي کې هم ګڼ شمېر شیعه علماوو په یوه ناسته کې پر افغانستان د پاکستان وروستي هوايي بریدونه وغندل او په راتلونکي کې یې د دا ډول بریدونو د…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Parstoday
د افغانستان په ختیځ او لویدیځ کې سني او شیعه علماوو پر ملکي وګړو د پاکستان هوايي بریدونه وغندل+ راپور
سرچینې
External sources
د افغانستان په ختیځ او لویدیځ کې سني او شیعه علماوو پر ملکي وګړو د پاکستان هوايي بریدونه وغندل+ راپور