Developmentافغانستانپښتوکندز
کندز کې سلګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي — Bakhtar
Summary: د کندز ولایت د اقتاش ولسوالۍ په دوو کلیو کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړېدو سره د سیمې لسګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي. د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول حمید خان مومند باختر اژانس ته ویلي، چې دغه شبکې د اقتاش ولسوالۍ په بند برق او چوپاني کلي کې د ۱۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.نوموړي زیاته کړې چې په دغه پروژه کې د ۱۰۰ او ۱۲۰ متره په ژوروالي د دوو څاه ګانو کیندل د دوو ذخیرو جوړل او ۱۸ زره ۵۲۰ متره په اوږدوالي د پایپ لاین غځول شامل دي.ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د یادو شبکو په جوړېدو خوښي څرګندوي او وایي، چې د یادو شبکو په جوړېدو سره به یې د څښاک پاکو اوبو په برخه کې شته ستونزې هوارې شي.
لنډ معلومات
ځایکندز
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-10-05 05:48:03
مهالوېش
-
Bakhtar
کندز کې سلګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي