EnglishKabulPoliticsافغانستان

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې وزارت مرستیال او د یو‌اېن‌او‌ډي‌سي مشر د… — Pajhwok

DevelopingPoliticsKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-05 06:48:35🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۵): د کورنیو چارو وزارت وایي، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین په کابل کې د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې له رییس سره د همکاریو او همغږۍ پر پیاوړتیا او پراختیا خبرې کړې دي. یاد وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین شیخ عبدالرحمن منیر په کابل کې د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (UNODC) له رییس پولي اوک سري سره وکتل. سرچینه زیاتوي، په دې لیدنه کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې، په ځانګړي ډول د سروې او معلوماتو راټولولو برخو کې د دواړو لورو د همکاریو او همغږۍ پر پیاوړتیا خبرې وشوې. دغه وزارت لیکلي چې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د ترسره شوو مسلکي اقداماتو په اړه معلومات وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې د دې نړۍوالې پدیدې پر وړاندې اغېزناکه مبارزه د نړۍوالو معیارونو پر بنسټ ګډو هڅو او دوامدارې همکارۍ ته اړتیا لري. سرچینې لیکلي چې دواړو لورو د موجودې همکارۍ پر دوام او د ګډې همغږۍ د لا پیاوړتیا لپاره د لازمو اقداماتو پر ترسره کولو ټینګار وکړ.

Quick facts

LocationKabul
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-10-05 06:48:35

Timeline

  1. Pajhwok

    له نشه‌يي توکو سره د مبارزې وزارت مرستیال او د یو‌اېن‌او‌ډي‌سي مشر د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-05 11:18:26

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې وزارت مرستیال او د یو‌اېن‌او‌ډي‌سي مشر د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button