د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ ۸مه ناسته د دوشنبې په ورځ (د تلې ۱۳مه) پیل شوه. د روسیې، ایران، هند، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، تاجکستان او ازبکستان په ګډون د سیمې هېوادونو ځانګړي استازي او چارواکي په دغه ناسته کې حضور لري. د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) د دوشنبې په ورځ (د تلې ۱۳مه) ویلي، چې په افغانستان کې نجونې له منځنیو زدهکړو او د دغه دورې له ګڼو فرصتونو بېبرخې شوې دي. یونېسف ټینګار کړی، چې له دغه محرومیتونو سره، سره د افغانستان نجونې لاهم د خپلو هیلو پوره کولو لپاره هڅه کوي. یونېسف ویلي: «د نجونو د منځنیو او لوړو زدهکړو حق باید بېرته ورکړل شي». د یونېسف په خبرپاڼه کې راغلي، چې افغانستان له یوې خوا د مسلکي او ماهرو ښځو له لاسه ورکولو له ستونزې سره مخ دی او له بلې خوا د نجونو پر منځنیو زدهکړو بندیز هغه راتلونکی نسل چې باید د دغه ښځو ځایناستی شي له زدهکړو او فرصتونو بېبرخې کوي. د ملګرو ملتونو د ارزونې له مخې، که تر ۲۰۳۰کال پورې په افغانستان کې د نجونو پر منځنیو زدهکړو بندیز دوام وکړي؛ نو تر څلور مېلیونه ډېرې نجونې به له لومړنیو زدهکړو پورته د زدهکړو له فرصتونو بېبرخې شي. یونسکو تر دې وړاندې ویلي و، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
د افغانستان په اړه د مسکو مشورتي ناسته پیل شوه