د پېښور عالي محکمې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو دولتي طبي کالجونو او پوهنتونونو کې پر زدهکړو د بوختو ۸۶ افغان محصلینو د اېستلو بهیر تر بلې اورېدنې پورې وځنډاوه او دوی ته یې د زدهکړو د دوام اجازه ورکړه. کوفې یکشنبه (د تلې ۱۲مه) پر «اېکس» پاڼه په خپور کړي پیغام کې ویلي، هیله لري چې د مسکو په ناسته کې د طالبانو د مشروعیت او د ښځو د حقونو د بېرته اعادې موضوع ته پام وشي. هغې ویلي: «د افغان ښځو، سیاسي جریانونو او د مدني ټولنو له ګډون او استازولۍ پرته، د افغانستان په اړه دغه ډول ناستې مشروعیت نهلري». کوفي د مسکو ناستې له ګډونوالو غوښتي، چې له بېړنیو موضوعاتو ورهاخوا په افغانستان کې د یوه باوري او ټول ګډونه سیاسي بهیر پر جوړولو تمرکز وکړي؛ داسې بهیر چې د اساسي قانون د بیا حاکمیت او د افغانانو د ارادې پر بنسټ د یوه حکومت د جوړېدو لامل شي. ټاکل شوې، چې د مسکو فارمټ اتمه غونډه د دوشنبې په ورځ (د تلې ۱۳مه) د روسیې، هند، ایران، چین، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان او قرغزستان د استازو په ګډون جوړه شي.د طالبانو یو پلاوی هم د دوی د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مشرۍ په دغه غونډه کې ګډون کوي. روسیې ویلي، سیاسي او اقتصادي همکاري، له ترهګرۍ سره مبارزه او د نشهيي توکو قاچاق…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
د پېښور عالي محکمې د ۸۶ افغان محصلینو د اېستلو مخه ونیوله
سرچینې
Afghan sources
د پېښور عالي محکمې د ۸۶ افغان محصلینو د اېستلو مخه ونیوله