Kabulافغانستانامنیتدری

روسیې یو ځل بیا په افغانستان کې د ناټو پوځي تاسیساتو له جوړېدو… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-05 10:27:13🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۵): د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه کې ټینګار کړی چې په افغانستان یا د هغه په ګاونډو هېوادونو کې د ناټو د پوځي تاسیساتو جوړول د مسکو لپاره په هيڅ ډول د منلو نه دي او ویلي یې دي چې اسلامي امارت پر ټول افغانستان واکمني لري او دغه هېواد په بریالیتوب اداره کوي. د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه غونډه نن د روسیې په پلازمېنه مسکو کې پیل شوه. په دې غونډه کې د افغانستان، روسیې، چین، هند، ایران، پاکستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او اوزبېکستان استازي او لوړپوړي چارواکي ګډون لري او د بلاروس او مصر پلاوو هم د مېلمنو په توګه ګډون کړی دی. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په دې غونډه کې د افغانستان د پلاوي مشري کوي. روسي ورځپاڼې «وېډوموستي» راپور ورکړی چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه کې ویلي: «غواړم یو ځل بیا ټینګار وکړم چې د افغانستان په خاوره کې د ناټو د پوځي تاسیساتو جوړول د منلو نه دي.» هغه زیاته کړې، دغه اقدام که په هر نوم او هر دلیل وي، د روسیې لپاره د منلو وړ نه دی. د راپور له مخې، د روسیې د امنیت شورا منشي…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-05 10:27:13

خط زمانی

  1. Pajhwok

    روسیې یو ځل بیا په افغانستان کې د ناټو پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-05 14:55:36

روسیې یو ځل بیا په افغانستان کې د ناټو پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button