EnglishKabulافغانستانامنیت

د فرهنګ او هنر معین، په مسلکي ډول د تاريخي ابداتو د ترمیم… — Bakhtar

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-05 17:52:13🎙 Listen to radio

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د اغاخان فرهنګي مؤسسې د پروګرامونو له مسوول امان الله صاحبزاده سره په کتنه کې؛ د افغانستان د تاریخي ابداتو د ساتنې، ترمیم او بیارغونې، د فرهنګي میراثونو د خوندي کولو او د تاریخي سیمو د عامه پوهاوي په اړه خبرې کړې دي. باختر اژانس ته په رارسېدلې خپرپاڼه کې راغلي چې د کتنې په پیل کې د اغاخان فرهنګي مؤسسې د پروګرامونو مسئول، د کابل بالاحصار کلا، د جام څلي او ماشین‌خانې اړوند د ترسره شویو فعالیتونو او د چارو د پرمختګ په اړه معلومات وړاندې کړل. هغه ویلي چې د جام څلي د وضعیت ارزونې په موخه تر اوسه دوه ځلي د کورنیو او بهرنیو متخصصینو له لوري له نږدې څخه تخنیکي ارزونې شوې او د ساتنې او استحکام چارې‌ يې اوس هم په عملي توګه روانې دي. وروسته، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین، د اغاخان فرهنګي مؤسسې له فعالیتونو او همکاریو څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان تاریخي اثار او فرهنګي میراثونه د هېواد د لرغوني تاریخ او ملي هویت مهمه برخه جوړوي او د ساتنې او ترمیم لپاره یې ګډو هڅو او دوامدارې پاملرنې ته اړتیا ده. شیخ عبدالرحمن طیبي ټینګار کړی چې د تاریخي ابداتو د ساتنې، ترمیم او بیارغونې چارې باید د مسلکي معیارونو، تاریخي اصالت او د دغو آبداتو د ځانګړتیاوو په پام کې نیولو سره ترسره شي؛ څو تاریخي ودانۍ او اثار له زیانمنېدو او له منځه تلو خوندي او راتلونکو نسلونو ته په خپل اصلي تاریخي ارزښت وسپارل شي. د فرهنګ او هنر معین، همدا رنګه د بالاحصار کلا په اړه د عامه پوهاوي د پروګرامونو پر اهمیت خبرې کړې او ویلي يې دي چې تاریخي آبدات یوازې د ساتنې او ترمیم وړ ودانۍ نه دي؛ بلکې د هېواد د تاریخ، تمدن او فرهنګي هویت ژوندۍ بېلګې دي. هغه د محصلینو او د ښوونځیو زده‌کوونکو لپاره د بالاحصار کلا او نورو تاریخي سیمو ته د فرهنګي سفرونو او لیدنو د پروګرامونو یادونه هم کړې او دغه شان پروګرامونه یې د نوي نسل د تاریخي او فرهنګي پوهاوي د لوړولو لپاره مهم بللي دي. شیخ عبدالرحمن طیبي ویلي دي: "د زده‌کوونکو او محصلینو له لوري د تاریخي آبداتو له نږدې لیدنه کولای شي له هغوی سره د خپل هېواد د لرغوني تاریخ، فرهنګي میراثونو او تاریخي شخصیتونو په اړه د لا زیاتې مینې او پوهاوي په رامنځته کولو کې مرسته وکړي." د کتنې په پای کې، د تاریخي آبداتو د ساتنې او ترمیم، د فرهنګي میراثونو د خوندي کولو، د عامه پوهاوي پروګرامونو د پراختیا او د اړوندو برخو ترمنځ د لا زیاتو همکاریو پر دوام ټینګار شوی دی.

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-05 17:52:13

Timeline

  1. Bakhtar

    د فرهنګ او هنر معین، په مسلکي ډول د تاريخي ابداتو د ترمیم او بيارغونې چارو پر ترسره کېدو ټينګار وکړ

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-05 14:57:32

د فرهنګ او هنر معین، په مسلکي ډول د تاريخي ابداتو د ترمیم او بيارغونې چارو پر ترسره کېدو ټينګار وکړ

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button