افغانستانامنیتپښتو

امرالله صالح: د طالبانو په اړه د سیمه‌ییزې اجماع کمزوري کېدل د افغانانو… — AF International

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-05 21:26:57🎙 راډیو واورئ

د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال امرالله صالح وايي، د طالبانو د واک د دوام په اړه د سیمې د هېوادونو د ګډ دریځ له منځه تلل د افغانستان د خلکو لپاره ښه او د خوښۍ وړ خبر دی. د محکمې په وینا، دغه ادعا شوي جرمونه په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو، یعنې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې، لږ تر لږه د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر ۲۰مې پورې ترسره شوي دي. محکمې ویلي چې د طالبانو د حکومتي تګلارو له امله ښځې او نجونې له زده‌کړو، د تګ راتګ، بیان، فکر، وجدان او دین له ازادیو او د شخصي او کورني ژوند له حقونو څخه په پراخه کچه محرومې شوې دي. هبت‌الله اخوندزاده د طالبانو مشر دی او د جرمونو نړیواله محکمه وايي چې نوموړي لږ تر لږه د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې راهیسې په افغانستان کې بالفعل واک درلود. د هغه پر وړاندې د نیولو حکم د ۲۰۲۵ کال د جولای پر اتمه صادر شوی و. محکمې ویلي، د دې باور لپاره معقول بنسټونه شته چې اخوندزاده د امر، هڅونې یا غوښتنې له لارې د بشریت ضد ځورونې په جرم کې مسولیت لري. د محکمې په ارزونه کې دا ځورونه د جنسیت پر بنسټ د نجونو، ښځو او هغو کسانو پر وړاندې وه چې د طالبانو له جنسیتي تګلارو، جنسیتي…

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-05 21:26:57

مهالوېش

  1. AF International

    امرالله صالح: د طالبانو په اړه د سیمه‌ییزې اجماع کمزوري کېدل د افغانانو په ګټه دي

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-05 20:02:17

امرالله صالح: د طالبانو په اړه د سیمه‌ییزې اجماع کمزوري کېدل د افغانانو په ګټه دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button