Englishافغانستانامنیت

د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا د ریچارډ بېنېټ ماموریت یو کال نور… — AF International

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-10-05 21:27:00🎙 Listen to radio

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان لپاره د دغه سازمان د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځاوه. اندېشه د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې دغه پرېکړه‌لیک د بشري حقونو د شورا له لوري د اجماع له لارې تصویب شوی او د نوموړي په وینا، په افغانستان کې روان وضعیت یې «له نرمښت پرته» انځور کړی دی. د افغانستان د دایمي استازي په وینا، په پرېکړه‌لیک کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ د تبعیض او ځپنې پر «اداري او بنسټیز شوي سیستم» تمرکز شوی دی. اندېشه وايي، په پرېکړه‌لیک کې د طالبانو له لوري د ۱۲م فرمان له مخې د اعدام سزا د پراخ استعمال موضوع هم څېړل شوې ده. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر په اسنادو کې هم د طالبانو د ۱۲م فرمان په اړه اندېښنې ثبت شوې او د دغه فرمان له امله د اعدامونو، د قاضیانو د خپلواکۍ او د عادلانه محاکمې په اړه موضوعات راپورته شوي دي. د اندېشې په وینا، د افغانستان په اړه د نوي پرېکړه‌لیک له مهمو برخو څخه یوه د یوه خپلواک څېړنیز میکانیزم غوښتنه ده، چې د بشري حقونو د جدي سرغړونو په اړه د شواهدو د راټولولو او مستندولو چارې پر مخ یوسي. د هغه په خبره،…

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-05 21:27:00

Timeline

  1. AF International

    د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا د ریچارډ بېنېټ ماموریت یو کال نور هم وغځاوه

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-05 19:04:26

د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا د ریچارډ بېنېټ ماموریت یو کال نور هم وغځاوه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button