Healthافغانستاندری

ذبیح الله مجاهد وایي د طالبانو مشرانو داسې کوم عمل نه دی کړی… — AF International

در حال تکمیلHealth1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-05 21:27:05🎙 رادیو را بشنوید

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، طالبان د جرمونو نړیواله محکمه نه پېژني او د دې محکمې دریځونو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي. نوموړي همداراز ټینګار کړی چې د طالبانو مشرانو داسې هېڅ عمل نه دی ترسره کړی چې د کومې محکمې له لوري د نیولو یا سزا وړ وګرځي. د فدراسیون په اعلامیه کې د یونیسف د شمېرو او تحلیلونو له مخې ویل شوي چې په افغانستان کې له ۲،۶ میلیونو ډېرې نجونې له منځنیو زده‌کړو بې‌برخې دي. د ښځینه ښوونکو شمېر هم په وروستیو کلونو کې کم شوی او په ۲۰۲۲ کال کې له نږدې ۷۳ زرو څخه په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۶۶ زرو ته راټیټ شوی دی. یونیسف د ۲۰۲۶ کال د اګست په تازه راپور کې ویلي چې افغانستان اوس هم د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې له منځنیو او لوړو زده‌کړو په عملي توګه محرومې دي. نجونې د ۲۰۲۱ کال له سپټمبر راهیسې له شپږم ټولګي وروسته له رسمي زده‌کړو منع شوې دي او ښځې د ۲۰۲۲ کال له ډسمبر راهیسې پوهنتونونو ته له تګ څخه منع دي. د یونیسف د معلوماتو له مخې، له ښوونځي پاتې نجونې له ماشومانو د کار، کم‌عمره ودونو، ناوړه ګټې اخیستنې او جنسیتي تاوتریخوالي سره د مخ کېدو له زیاتېدونکو خطرونو سره مخ دي. دغه بنسټ وايي، د نجونو له زده‌کړو محرومیت یوازې د…

اطلاعات کوتاه

موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-05 21:27:05

خط زمانی

  1. AF International

    ذبیح الله مجاهد وایي د طالبانو مشرانو داسې کوم عمل نه دی کړی چې د نیولو یا سزا وړ وي

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-05 18:08:45

ذبیح الله مجاهد وایي د طالبانو مشرانو داسې کوم عمل نه دی کړی چې د نیولو یا سزا وړ وي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button