Diplomacyافغانستانپښتوغور

آریانا افغان هوايي شرکت له پاکستانۍ کمپنۍ سره تړون پای ته ورساوه — Af Now، Ariananews

روان خبرDiplomacyغور1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-06 05:52:10🎙 راډیو واورئ

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د امارتي شرکتونو لوی رياست اړوند د آریانا افغان هوایي شرکت د ټکټونو د پلور او عملیاتي سیستم او وېبپاڼه د « Zapways» په نوم د یوې پاکستانۍ کمپنۍ له انحصاره وژغورل شول. د آریانا افغان هوایي شرکت رسنيز دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې:«يادې کمپنۍ د ډير لوړ قيمت د تاديې باوجود د آريانا افغان هوايي شرکت د ټولو سيستمونو د فعاليتونو صلاحيتونه يوازې ځان ته انتقال کړي وو او د آريانا د ټولو سيستمونو راز يې د ځان سره ساتلی وو.»په خبرپاڼه کې همدرانګه څرګنده شوې، چې دغه مهم اقدام د آریانا افغان هوایي شرکت د رهبرۍ په ځانګړې پاملرنه او لارښوونه ترسره شوی دی، چې موخه یې د شرکت د آنلاين سیستمونو لا ډېره خپلواکي، عصري او معیاري کېدل، تخنیکي پیاوړتیا او د خدمتونو د کیفیت لوړول دي.سرچینې زیاته کړې، چې د یاد اقدام په پایله کې به آریانا وکولای شي خپل ټکټینګ، عملیاتي او انلاین خدمات په لا اغېزمنه او خپلواکه توګه مدیریت کړي او د مسافرو او سیاحتي شرکتونو لپاره به لا ښه او معیاري خدمات وړاندې کړي.د اریانان افغان هوايي شرکت په خبرپاڼه کې څرګنده شوې، چې:« پخوانی سيستم د يادې پاکستانۍ کمپنۍ لخوا د تېرو شاوخوا ۱۵ کلونو راهيسې په ډېر لوړ قيمت او ټيټ کيفيت انحصار شوی وو، چې بالاخره په دې وتوانيدو، چې په کم قيمت يو ډير پياوړی، عصري او معياري سيستم او وېبپاڼه جوړ او هېوادوالو ته پکې خدمات وړاندې کړو.»

لنډ معلومات

ځایغور
موضوعDiplomacy
سرچینې1
تازه شوی2026-10-06 05:52:10

مهالوېش

  1. Bakhtar

    له یوې پاکستانۍ کمپنۍ سره د آریانا افغان هوايي شرکت د ټکټونو د پلور او عملياتي سيسټم او وېبپاڼې تړون پای ته ورسول شو

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-06 05:02:50

له یوې پاکستانۍ کمپنۍ سره د آریانا افغان هوايي شرکت د ټکټونو د پلور او عملياتي سيسټم او وېبپاڼې تړون پای ته ورسول شو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button