افغانستانامنیتدری

په پاکستان کې د منل کېدو ژمنې لرونکو لسګونو افغانانو انتظار — Dw

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-02 11:49:34🎙 رادیو را بشنوید

د المان د کورنیو چارو وزارت ویاند د چهارشنبې په ورځ د «ک.ان.ای» خبري آژانس ته تائیده کړې ده چې اوس هم د المان د منل کېدو له پروګرام څخه شا او خوا ۶۰ افغانان په پاکستان کې دي، څو د منل کېدو د عادي بهیر په ترڅ کې المان ته د سفر کولو اجازه ترلاسه کړي. په بریالیتوب سره د امنیتي ارزونو بشپړیدل، المان ته د راتلو اجازې ترلاسه کولو له پاره یو له اړینو شرایطو څخه شمیرل کیږي. سربیره پر دې سلګونو افغانان چې په تیرو کلونو کې د مختلفو پروګرامونو په لړ کې په آلمان کې د منل کېدو ژمنې ترلاسه کړې وې، په دې هڅه کې دي چې د حقوقي اقداماتو له لارې وکولی شي ویزې ترلاسه کړي. د المان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، شا او خوا ۳۵۰ حقوقي دوسیې یوازې د برلین په محکمه کې د ارزول کېدو په حال کې دي. سربیره پر دې د المان حکومت د لسګونو هغو کسانو چې له پاکستان څخه افغانستان ته اخراج شوي دي، ملاتړ کوي. د تیر کال په دوبي کې په پاکستان کې نږدې ۲۳۰۰ داسې افغانان ول چې د المان له خوا یې د منل کېدو ژمنه ترلاسه کړې وه او د دغه هیواد د حکومت له خوا یې ملاتړ کېده. To view this video please enable JavaScript, and consider upgrading to a…

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-02 11:49:34

خط زمانی

  1. Dw

    په پاکستان کې د منل کېدو ژمنې لرونکو لسګونو افغانانو انتظار

منابع

External sources

DwPS
2026-07-01 12:42:45

په پاکستان کې د منل کېدو ژمنې لرونکو لسګونو افغانانو انتظار

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button