افغانستانامنیتپښتوکندهار

د طالبانو د کندهار والي له دوه کلن ځنډ وروسته له خبریالانو سره… — AF International

روان خبرSecurityکندهار1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-02 12:03:12🎙 راډیو واورئ

په کندهار کې د طالبانو والي ملا شیرین له دوه کلن ځنډ وروسته د دغه ولایت له سیمه‌ییزو خبریالانو سره ناسته کړې او هغوی ته یې د طالبانو له ادارې سره د وفادارۍ سپارښتنه کړې ده. خبریالانو ته اجازه نه ده ورکړل شوې، چې د ناستې ځای ته له ځان سره ځیرک موبایلونه یوسي. د یاد دفتر په وینا، د پنجشنبې په ورځ د پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني او لوګر والیانو، امنیه قوماندانونو، د استخباراتو رییسانو او نورو طالب چارواکو په پکتیا کې د ملا مهرالله حماد په مشرۍ ناسته کړې ده. په دې ناسته کې د سوېل ختیځ زون د امنیتي وضعیت ترڅنګ پر یو لړ نورو مسایلو هم خبرې شوې دي. د طالبانو یاد دفتر خبر ورکړی، چې په ناسته کې په سوېل ختیځ زون کې د امنیت لا ټینګښت، اقتصاددي پراختیا، د ولسي خدمتونو د پیاوړتیا، د شریعت د احکامو پر تطبیق او د مولوي هبت‌الله اخوندزاده د فرمانونو پر عملي کېدو ټینګار شوی دی. دغه غونډه داسې مهال کیږي، چې په دې وروستیو کې د پکتیکا، پکتیا او خوست ولایتونو په سرحدي ولسوالیو او له ډیورنډ کرښې سره په نږدې پرتو سیمو کې امنیتي وضعیت کړکېچن شوی او وخت ناوخت د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې کیږي. پاکستان تور لګوي، چې افغان طالبانو ټي ټي پي او نورو پاکستان ضد وسله والو ډلو ته په…

لنډ معلومات

ځایکندهار
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-02 12:03:12

مهالوېش

  1. AF International

    د طالبانو د کندهار والي له دوه کلن ځنډ وروسته له خبریالانو سره ناستـه کړې

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-07-02 09:50:52

د طالبانو د کندهار والي له دوه کلن ځنډ وروسته له خبریالانو سره ناستـه کړې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button