DevelopmentEnglishKabulافغانستان

د کډوالو چارو وزارت او همکار بنسټونه د مرستو د لا ښې همغږۍ… — Pajhwok

DevelopingDevelopmentKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-06 06:51:46🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۵): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او د ملګرو ملتونو او نورو همکارو بنسټونو استازو د ۲۰۲۷ کال د پلانونو او پروګرامونو، د مرستو د همغږۍ، د کډوالو او راستنېدونکو پر وړاندې د شته ننګونو د حل او د همکارۍ د دوام په اړه خبرې کړې دي. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د کډوالو په چارو کې د موسسو د انسجام رییس ملا محبوب‌الله مطهري او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام، د ماشومانو د ملاتړ صندوق، د نړۍوالې ټولنې صندوق او د ناروې د کډوالو شورا د استازو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه. سرچینې زیاته کړې چې په دې ناسته کې د ۲۰۲۷ کال د پلانونو او پروګرامونو، د مرستو د خوندي او منظم وېش لپاره د همغږۍ، د شته ننګونو د ارزولو او د هوکړه‌لیکونو د لاسلیک په اړه خبرې شوې دي. د کډوالو په چارو کې د موسسو د انسجام رییس ملا محبوب‌الله مطهري په دې ناسته کې راستنېدونکو، بېځایه‌شوو او اړمنو کسانو ته پر لا ډېرې پاملرنې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ناستې اصلي موخه له دغو زیانمنو قشرونو د لا ښه ملاتړ پر لارو چارو غور کول دي. هغه اړمنو کډوالو ته د ځانګړې پاملرنې او د مرستو…

Quick facts

LocationKabul
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-10-06 06:51:46

Timeline

  1. Pajhwok

    د کډوالو چارو وزارت او همکار بنسټونه د مرستو د لا ښې همغږۍ په اړه غږېدلي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-06 11:18:07

د کډوالو چارو وزارت او همکار بنسټونه د مرستو د لا ښې همغږۍ په اړه غږېدلي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button