EnglishHealthKabulافغانستان

د فراه له بندره شاوخوا ۸۶ ټنه بې‌کیفیته توکي مسترد شوي — Pajhwok

DevelopingHealthKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-06 09:59:56🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۵): د معیار او کیفیت اداره وایي چې شاوخوا ۸۶ ټنه بې‌کیفیته کاشي، سرامیک او مایع قیر د شیخ ابونصر فراهي له بندره بېرته صادروونکي هېواد ته ګرځول شوي دي. یادې ادارې نن (سه‌شنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دوه محمولې چې کاشي، سرامیک او مایع قیر پکې شامل وو، له ارزونې او کنټرول وروسته له داخلي معیارونو سره په ټکر کې وپېژندل شول او د هېواد بازارونو ته یې د داخلېدو مخه ونیول شوه. د شیخ ابونصر فراهي بندر د معیار او کیفیت امریت د معلوماتو له مخې، په لومړۍ محموله کې ۳۹ زره او ۷۱۶ کیلوګرامه کاشي او سرامیک او په دویمه محموله کې ۴۶ زره او ۶۶ کیلوګرامه مایع قیر شامل وو، چې ټولټال ۸۵ زره او ۷۸۲ کیلوګرامه کېږي. د معیار او کیفیت ادارې مسوولینو ټینګار کړی چې د هېواد په بندرونو کې د وارداتي توکو د ارزونې او کیفیت کنټرول بهیر په جدي، شفافه او دوامداره توګه روان دی او د بې‌کیفیته، غیرمعیاري او د خلکو روغتیا ته د زیان‌رسوونکو توکو د واردېدو پر وړاندې به هیڅ ډول تساهل ونه شي.

Quick facts

LocationKabul
TopicHealth
Sources1
Updated2026-10-06 09:59:56

Timeline

  1. Pajhwok

    د فراه له بندره شاوخوا ۸۶ ټنه بې‌کیفیته توکي مسترد شوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-06 14:29:02

د فراه له بندره شاوخوا ۸۶ ټنه بې‌کیفیته توکي مسترد شوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button