EnglishKabulافغانستانامنیت

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر د افغانانو پر یووالي ټینګار وکړ — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-06 11:42:04🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۵): د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر په غزني ولایت کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال د افغانانو پر یووالي ټینګار کړی او د نظام مخالفینو ته یې په خطاب کې ویلي،‎ پوه دې شي چې نه د افغانستان امنیت او نه هم د خلکو ترمنځ اتفاق زیانمنولای شي. د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د غزني ولایت په جاغوري ولسوالي کې له عامو خلکو، دیني عالمانو او سیمه ییزو مشرانو سره د یوې لویې جوړې شوې غونډې پرمهال وویل، هغوی چې افغانستان ته د مخدره موادو د مخنیوي او د بشر د حقوقو د خوندیتوب په نامه راغلي وو، دلته یې د افغانانو نسل وژنه وکړه او د مخدره موادو د مخنیوي پر ځای یې د افغانستان ولسونو ته شاوخوا څلورنیم مېلیونه معتادین پرېښودل. هغه ویلي، د اسلامي امارت په راتګ سره د خلکو حقوق په بشپړ ډول رعایت شوي دي، اسلامي امارت د عسکر او مجاهد کونډې او یتیم ته یو شان معاش ورکوي. نوري دغه راز د نظام مخالفینو ته په خطاب کې وویل: «هغه څوک چې دلته مزاحمت کوي پوه دي شي چې نه د افغانستان امن او نه هم د خلکو ترمنځ اتفاق زیانمنولای شي.» د ده په خبره، په افغانستان کې امنیت او سوله ټینګه شوې او د ملي یووالي د پیاوړتیا…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-06 11:42:04

Timeline

  1. Pajhwok

    د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر د افغانانو پر یووالي ټینګار وکړ

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-06 16:08:54

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر د افغانانو پر یووالي ټینګار وکړ

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button