Economyافغانستانبلخپښتو

ازبکستاني پلاوي په غزني کې له چارواکو سره وکتل او له تاریخي سیمو… — Pajhwok

روان خبرEconomyبلخ1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-06 13:34:41🎙 راډیو واورئ

غزني ښار (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۵): د ازبکستان د سفارت مرستیال په مشرۍ د دغه هېواد ۱۴ کسیز ډیپلوماتیک پلاوي غزني ته سفر کړی، له سیمه‌ییزو مسوولینو سره یې کتلي او د دغه ولایت له یو شمېر تاریخي او فرهنګي ځایونو یې لیدنه کړې ده. د ازبکستان ۱۴ کسیز پلاوي، چې مشري یې د دغه هېواد د سفارت مرستیال بهادر تاشمانوف کوله او د مسلمانانو ادارې مرستیال شیخ حامدجان ایشمت‌بیکوف هم په کې شامل و، د غزني له والي ملا ولي‌جان حمزه، یو شمېر سیمه‌ییزو مسوولینو او د علماوو شورا له غړو سره وکتل. د غزني والي د ازبکستاني پلاوي د سفر هرکلی وکړ او ویې ویل، افغانستان او ازبکستان په کلتوري، سیاسي او اقتصادي برخو کې ګډې اړیکې او مشترکات لري. هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت د اسلامي شریعت په رڼا کې خپلو ژمنو ته پابند دی. بلخوا، ازبکستاني پلاوي غزني ته د خپل سفر موخه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اسلامي او کلتوري ګډو ارزښتونو پیاوړتیا او د غزني د خلکو د کلتور، دودونو او عنعناتو ښه پېژندنه وبلله. پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې د حکیم سنایي غزنوي له مقبرې، د ابوریحان البیروني له مزار، د سلطان محمود غزنوي له مقبرې، د باباجي له تاریخي جومات او د غزني له تاریخي منارو لیدنه وکړه. د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار…

لنډ معلومات

ځایبلخ
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-10-06 13:34:41

مهالوېش

  1. Pajhwok

    ازبکستاني پلاوي په غزني کې له چارواکو سره وکتل او له تاریخي سیمو یې لیدنه وکړه

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-06 18:04:01

ازبکستاني پلاوي په غزني کې له چارواکو سره وکتل او له تاریخي سیمو یې لیدنه وکړه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button