غزني ښار (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۵): د ازبکستان د سفارت مرستیال په مشرۍ د دغه هېواد ۱۴ کسیز ډیپلوماتیک پلاوي غزني ته سفر کړی، له سیمهییزو مسوولینو سره یې کتلي او د دغه ولایت له یو شمېر تاریخي او فرهنګي ځایونو یې لیدنه کړې ده. د ازبکستان ۱۴ کسیز پلاوي، چې مشري یې د دغه هېواد د سفارت مرستیال بهادر تاشمانوف کوله او د مسلمانانو ادارې مرستیال شیخ حامدجان ایشمتبیکوف هم په کې شامل و، د غزني له والي ملا وليجان حمزه، یو شمېر سیمهییزو مسوولینو او د علماوو شورا له غړو سره وکتل. د غزني والي د ازبکستاني پلاوي د سفر هرکلی وکړ او ویې ویل، افغانستان او ازبکستان په کلتوري، سیاسي او اقتصادي برخو کې ګډې اړیکې او مشترکات لري. هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت د اسلامي شریعت په رڼا کې خپلو ژمنو ته پابند دی. بلخوا، ازبکستاني پلاوي غزني ته د خپل سفر موخه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اسلامي او کلتوري ګډو ارزښتونو پیاوړتیا او د غزني د خلکو د کلتور، دودونو او عنعناتو ښه پېژندنه وبلله. پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې د حکیم سنایي غزنوي له مقبرې، د ابوریحان البیروني له مزار، د سلطان محمود غزنوي له مقبرې، د باباجي له تاریخي جومات او د غزني له تاریخي منارو لیدنه وکړه. د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
ازبکستاني پلاوي په غزني کې له چارواکو سره وکتل او له تاریخي سیمو یې لیدنه وکړه
Sources
Afghan sources
ازبکستاني پلاوي په غزني کې له چارواکو سره وکتل او له تاریخي سیمو یې لیدنه وکړه