افغانستانامنیتپښتوهلمند

هلمند کې د څلورو انسان‌تښتوونکو نیول کېدل؛ دوه تښتولي کسان ژغورل شوي — Pajhwok

روان خبرSecurityهلمند1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-06 16:50:08🎙 راډیو واورئ

لښکرګاه (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۵): د هلمند امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په موسی‌کلا ولسوالۍ کې څلور انسان‌تښتوونکي نیول شوي او دوه تښتول شوي کسان ترې ژغورل شوي دي. د هلمند د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي نصیراحمد مهاجر وايي، یاد کسان تېره شپه د موسی‌کلا ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدیریت د ګډو هڅو په پایله کې نیول شوي دي. د نوموړي په خبره، نیول شوو کسانو دوه هېوادوال له بامیان ولایت څخه تښتولي وو او په موسی‌کلا ولسوالۍ کې یې په یوه کور کې ساتل. هغه زیاته کړې چې امنیتي ځواکونو د کشفي معلوماتو پر بنسټ عملیات کړي او په پایله کې یې دواړه تښتول شوي کسان ژغورلي دي. مهاجر وايي، له ژغورل شوو کسانو څخه نجم‌الدین دوه میاشتې مخکې او شاداب اته ورځې مخکې تښتول شوي وو. د هلمند د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، نیول شوي کسان اوس د کشفي ارګانونو تر پلټنو لاندې دي او د دوسیو له بشپړېدو وروسته به اړوندو عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

لنډ معلومات

ځایهلمند
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-06 16:50:08

مهالوېش

  1. Pajhwok

    هلمند کې د څلورو انسان‌تښتوونکو نیول کېدل؛ دوه تښتولي کسان ژغورل شوي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-06 21:19:41

هلمند کې د څلورو انسان‌تښتوونکو نیول کېدل؛ دوه تښتولي کسان ژغورل شوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button