Summary: د ننګرهار ولایت په کچه د لومړي ځل لپاره د شینوارو ولسوالۍ په غنيخېلو بازار کې د برېښنايي تذکرو د وېش مرکز پرانیستل شو. د ننګرهار د احصایې او معلوماتو ادارې رئیس قاري عارفالله حمزه د دغه مرکز د پرانیستې پر مهال وویل چې یاد مرکز به د شینوارو ولسوالۍ د اوسېدونکو ترڅنګ د هېواد ټولو وګړو ته د اړتیا پر مهال د برېښنايي تذکرو د وېش خدمتونه وړاندې کړي. نوموړي زیاته کړه، چې دغه مرکز له ټولو اړینو امکاناتو برخمن دی او په پام کې ده، چې د خلکو د لا ډېرې اسانتیا لپاره ورته مرکزونه د ننګرهار په نورو ولسوالیو کې هم فعال شي. ورته مهال، په ننګرهار کې د ولسوالیو چارو کارپوه مولوي عمادالدین وویل چې اسلامي امارت د خلکو د اسانتیا لپاره په بېلابېلو برخو کې د خدمتونو د برابرولو هڅې کوي او د شینوارو ولسوالۍ د برېښنايي تذکرو د وېش مرکز پرانیستل یې یوه بېلګه ده. ورته مهال ځایي مسوولینو او خلکو د دغه مرکز د پرانیستې هرکلی کړی او دا یې د خلکو لپاره د خدمتونو د وړاندې کولو او اسانتیا په برخه کې اغېزمن ګام بللی دی.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
ننګرهار کې د برېښنايي تذکرو د وېش مرکز پرانیستل شو
Sources
Afghan sources
ننګرهار کې د برېښنايي تذکرو د وېش مرکز پرانیستل شو