Economyافغانستانپښتو

له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د ۴ لنډکروز موټرو مرسته وشوه — Bakhtar

روان خبرEconomy1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-06 17:52:54🎙 راډیو واورئ

Summary: د ملي ټولنو نړيوال فدراسيون او ترکيې سرې مياشتې ټولنې له لوري نن د افغاني سرې مياشتې له ټولنې سره د ۲۸زره امريکايي ډالرو په ارزښت د ۴ لنډکروزر موټرو مرسته وشوه. دغه موټر نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د ياد فدراسيون او ترکيې سرې مياشتې ټولنې د مسوولینو له لوري د افغاني سرې مياشتې ټولنې رئيس شيخ شهاب الدين دلاور ته وسپارل شول. ښاغي دلارو په یادو مراسمو کې له یاد فدراسیون او ترکیې سرې میاشتې ټولنې څخه د مننه وکړه، چې تل یې له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره مرستې کړې دي. هغه زیاته کړه، چې مرسته شوي موټر به اړمنو خلکو ته د مرستو رسولو په برخه کې وکارول شي. دلاور همدارنګه وویل چې د مګړۍ ۳ موټر دوی ته وسپارل شوی او پاتې یو به یې ډېر ژر له ترکیې څخه افغانستان ته را وارد او دوی ته وسپارل شي. ورته مهال د ملي ټولنو نړيوال فدراسيون حسام فیصل وویل چې دوی به له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي. هغه زیاته کړه، خوښ دي، چې ۲.۵ میلیونه تنه یې په افغانستان کې د بشري مرستو تر پوښښ لاندې راوستلي دي. په همدې حال کې په افغانستان د ترکیې سرې مياشتې مشر نعيم اللّٰه کريمي وویل چې له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره نننۍ مرسته د یادو ټولنو ترمنځ د ګډو همکاريو يوه برخه ده. هغه ژمنه وکړه، چې د ترکيې د سرې میاشتې ټولنه به د را روان ژمي په ترڅ هم له راستونو شویو افغان مهاجرینو سره بشري مرستې وکړي.

لنډ معلومات

موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-10-06 17:52:54

مهالوېش

  1. Bakhtar

    له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د ۴ لنډکروز موټرو مرسته وشوه

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-06 13:06:58

له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د ۴ لنډکروز موټرو مرسته وشوه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button