Summary: د بامیان ولایت د پنجاب ولسوالۍ په غرغري کلي کې د قلعهعاشور منځني ښوونځي د نوې ودانۍ د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د بامیان د پوهنې رئیس قاري عنایتالله سهار باختر اژانس ته ویلي، چې د دغه ښوونځي ودانۍ د پوهنې ریاست په همکارۍ او د یوې خیریه موسسې په مالي ملاتړ د ۱۲۱ زره ۸۰۰ امریکايي ډالرو په لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده.نوموړي زیاته کړې، چې په نوې ودانۍ کې شپږ درسي او دوه اداري خونې جوړې شوې دي، چې په بشپړېدو سره یې نږدې ۲۰۰ زدهکوونکو ته د زدهکړې زمینه برابره شوې ده.د پوهنې رئیس د ښوونځیو د ودانیو جوړول او پراختیا د زدهکوونکو لپاره د مناسب ښوونیز چاپېریال په برابرولو کې مهم وبلل او ویې ویل، چې د معیاري ښوونځیو د جوړولو او د زدهکړې د لا ښه زمینه برابرولو هڅې روانې دي.نوموړي پر دیني او عصري علومو د زدهکړې پر اهمیت هم ټینګار وکړ او هغه یې د ټولنې د ودې او پرمختګ او د هېواد د ښه راتلونکي د جوړولو لپاره مهم وبلل.قاري عنایتالله سهار له ځايي خلکو وغوښتل، چې د دې په څېر ټولګټو پروژو ساتنې او پالنې ته پاملرنه وکړي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
بامیانو کې یوه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه شوه