Economyافغانستانپښتوهرات

د ایران پارلماني پلاوي د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال سره وکتل

روان خبرEconomyهرات1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-07 03:25:10🎙 راډیو واورئ

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال، محمد نعیم، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ له مرستیال حمید قنبري سره لیدلي دي. د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئیس وايي، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر اقتصادي، سیاسي او سوداګریزو اړیکو، د اقتصادي همکاریو پر پراختیا او په دې برخه کې له شته فرصتونو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په اړه خبرې شوې دي. په دې کتنه کې همدارنګه د ټرانزيټي ستونزو د حل، د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې او د ویزو په برخه کې د لا ډېرو اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه د ګډې همکارۍ پر څرنګوالي هم د نظرونو تبادله شوې ده. په دغه ناسته کې دغه راز د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ مرستیال حمید قنبري ویلي، ایران چمتو دی چې د هرات ـ مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د جوړولو، د کانونو د استخراج او د برېښنا د تولید په برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي. په همدې حال کې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا مهمه بللې او په دې برخه کې یې پر ګډو هڅو او همکاریو ټینګار کړی دی. د سیاسي چارو کارپوه عبدالنصیر رښتیا وايي، افغانستان ته پکار…

لنډ معلومات

ځایهرات
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-10-07 03:25:10

مهالوېش

  1. Parstoday

    د ایران پارلماني پلاوي د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال سره وکتل

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-10-06 10:12:21

د ایران پارلماني پلاوي د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال سره وکتل

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button