سندرېشعرونههنر او ادب
ارمان دی ارمان سندره د میرخان مقري په غږ کې
خمارو سترګو دې زه خوړلی یم – زه یې سم د زړه په سر ویشتلی یم
ازار مه خله زما ګرانې دلربا – په هجران کې دې په اور سېځلی یم
ارمان دی ارمان دنیا فاني ده – و چا نه پاتې ښکلې ځواني ده
صنم جانې ما ته مه کوه بانې – کړې له هر چا سره پټې یارانې
ما په لباسي خندا مه غولوه جان – د وفا په تا کې نشته نښانې
ارمان دی ارمان دنیا فاني ده – و چا نه پاتې ښکلې ځواني ده
یو له موره اول نه وای پیدا زه – چې پیدا وی د چا نه وی اشنا زه
چې کول مې ستا و سترګو ته کاته – خود به ګرځم لېونی په دنیا زه
ارمان دی ارمان دنیا فاني ده – و چا نه پاتې ښکلې ځواني ده