EconomyKabulافغانستانپښتو

د مکسیکو خلیج توپان او منځني ختیځ کې کړکېچ؛ په نړیوالو بازارونو کې… — Pajhwok

روان خبرEconomyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-07 04:37:01🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۵): په نړیوالو بازارونو کې د مکسیکو خلیج د توپان له امله د عرضې د احتمالي ګډوډۍ او په منځني ختیځ کې د کړکېچ د زیاتېدو په تړاو د اندېښنو له کبله د تېلو بیې لوړې شوې دي؛ د برنت خامو تېلو بیه په هر بیرل کې له ۱۰۱ ډالرو او د امریکا د خامو تېلو بیه له ۹۰ ډالرو اوښتې ده. رویټرز راپور ورکړی چې نن چهارشنبه، د برنت خامو تېلو بیه ۹۳ سنټه یا ۰.۹۲ سلنه لوړه شوې او په هر بیرل کې ۱۰۱ ډالرو او ۵۱ سنټو ته رسېدلې ده. دغه راز، د امریکا د وېسټ ټکساس انټرمیډیټ (WTI) خامو تېلو بیه ۸۲ سنټه یا ۰.۹۲ سلنه لوړه شوې او هر بیرل یې په ۹۰ ډالرو او ۲۵ سنټو معامله شوی دی. د راپور له مخې، د امریکا د هواپېژندنې ادارو ویلي، د مکسیکو په خلیج کې د رامنځته کېدو په حال کې توپان ښايي په راتلونکو دوو ورځو کې د روان کال د اتلانټیک سمندر پر لومړي سخت توپان بدل شي او د تېلو او ګازو پر تولیدي تاسیساتو اغېز وکړي. د مکسیکو خلیج هغه سیمې چې د دغه توپان په مسیر کې پرتې دي، د امریکا شاوخوا ۱۵ سلنه خام تېل او پنځه سلنه طبیعي ګاز تولیدوي. دغه توپان کولای شي د تېلو د شپږو تصفیه‌خونو فعالیت هم اغېزمن کړي. سرچینه…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-10-07 04:37:01

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د مکسیکو خلیج توپان او منځني ختیځ کې کړکېچ؛ په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې لوړې شوې

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-07 09:06:23

د مکسیکو خلیج توپان او منځني ختیځ کې کړکېچ؛ په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې لوړې شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button