DevelopmentEnglishافغانستانبغلان

د پراختیایي همکاریو پیاوړتیا؛ یوناما بغلان کې د خپلو فعالیتونو د پراخولو ډاډ… — Bakhtar

DevelopingDevelopmentبغلان1 SourcesUpdated: 2026-07-02 12:29:37🎙 Listen to radio

Summary: د بغلان والي مولوي عبدالله مختار یاد ولایت کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د دفتر د بیا پرانیستلو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د دغې ادارې شتون به د بشري مرستو او پراختیايي پروګرامونو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي. د بغلان د والي ویاند فاروقي خپلواک باختر اطلاعاتي اژانس ته ویلي، چې دغه غوښتنه د یوناما د شمال او شمال ختیځ زون له مسوول روبین کالپین سره د والي د لیدنې پر مهال مطرح شوه.د بغلان والي په دې لیدنه کې ټینګار کړی، چې د دې ولایت د پراختیايي او بشري پروګرامونه لا پراختیا ته اړتیا لري او د یوناما د دفتر بیا فعالېدل به د نړیوالو مرستو د همغږۍ او د اړینو پروژو د پلي کېدو زمینه لا پیاوړې کړي.سرچینې د روبین کالپین له قوله ویلي، که څه هم بغلان کې د یوناما دفتر د مالي سرچینو د کمښت له امله تړل شوی، خو دغه ولایت لا هم د دې ادارې له کاري لومړیتوبونو څخه شمېرل کېږي.هغه زیاته کړې، یوناما به هڅه وکړي، چې بغلان ته د خپلو پلاوو سفرونه زیات او مرستندویه موسسې وهڅوي، څو په دې ولایت کې خپلې بشري او پراختیايي چارې لا پراخې کړي.

Quick facts

Locationبغلان
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-07-02 12:29:37

Timeline

  1. Bakhtar

    د پراختیایي همکاریو پیاوړتیا؛ یوناما بغلان کې د خپلو فعالیتونو د پراخولو ډاډ ورکړ

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-02 06:38:21

د پراختیایي همکاریو پیاوړتیا؛ یوناما بغلان کې د خپلو فعالیتونو د پراخولو ډاډ ورکړ

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button