هرات (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۵): نن سهار د هرات–اسلامکلا پر لویه لاره د کنډک اړوند سیمه کې په یوه ترافیکي پېښه کې یو کس ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي. د هرات امنیې قوماندانۍ ویاند سیدمسعود حسیني وایي، دغه پېښه د یوه «پریوس» موټر او یوه ټکسي د ټکر له امله رامنځته شوې ده. د هغه د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې یو کس ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي. دی زیاتوي، د هرات امنیې قوماندانۍ د ترافیکو مدیریت منسوبین د پېښې له خبرېدو وروسته سیمې ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدولي دي. د حسیني په خبره، تر اوسه د پېښې لامل نه دی معلوم او په اړه یې څېړنې روانې دي.
اطلاعات کوتاه
مکانهرات
موضوعNews
منابع1
بهروزرسانی2026-10-07 04:59:25
خط زمانی
-
Pajhwok
هرات کې ترافیکي پېښه؛ یو کس ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان دي
منابع
Afghan sources
PajhwokPS
2026-10-07 09:28:51
هرات کې ترافیکي پېښه؛ یو کس ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان دي