Politicsافغانستانپښتوپنجشېر

د پنجشېرد کانونواو پټرولیم ریاست څه باندې ۲۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي — Bakhtar

روان خبرPoliticsپنجشېر1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-07 05:53:05🎙 راډیو واورئ

Summary: د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وايي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې ۲۲ میلیونه ۲۸۳ زره ۳۵۲ افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي. د پنجشېر د کانونو او پټرولیم رئیس مولوي محمد قاسم امیري باختر اژانس ته ویلي، چې د دغه ریاست لپاره د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د روان مالي کال ټول عایداتي هدف ۲۶ میلیونه ۶۵۰ زره افغانۍ ټاکل شوی، خو ریاست توانېدلی چې یوازې په شپږو میاشتو کې د ټاکل شوي کلني هدف څه باندې ۸۳ سلنه ترلاسه کړي.د ورکړل شویو شمېرو له مخې، د کلني عایداتي هدف له مجموعې څخه یوازې ۴ میلیونه، ۳۶۶ زره ۶۴۸ افغانۍ پاتې دي.نوموړي زیاته کړه، چې د عوایدو د راټولولو په بهیر کې شفافیت، د کانونو د فعالیتونو قانوني کول، د کانونو پر استخراج څارنه او د استخراج ساحو پراخول د عوایدو د زیاتوالي له مهمو لاملونو څخه دي.د معلوماتو له مخې، یاد عواید د زمردو او ګارنېټ د حق‌الامتیاز، ساختماني توکو، د کارګرانو د کارتونو د وېش، خاوروپالونکو او په داوطلبیو کې د ګډون کوونکو سوداګرو له درکه راټول کړل شوي دي.د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست وايي چې د قانوني او شفاف استخراج د بهیر په دوام او د استخراج د ساحو په پراختیا سره به د کانونو عواید نور هم زیات او له کاني سرچینو څخه د اغېزمنې استفادې زمینه برابره شي.

لنډ معلومات

ځایپنجشېر
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-10-07 05:53:05

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د پنجشېرد کانونواو پټرولیم ریاست څه باندې ۲۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-07 05:48:38

د پنجشېرد کانونواو پټرولیم ریاست څه باندې ۲۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button