Summary: د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا وایي، چې د ترمذ او بلخ ترمنځ د ګډو علمي هڅو په پایله کې به یو ځل بیا تکړه علمي شخصیتونه ټولنې ته وړاندې شي. د باختر اژانس د خبر له مخې؛ نوموړي دا څرګندونې د ازبکستان د مسلمانانو ادارې لومړي مرستیال شیخ حامد جان ایشمت بیکوف په مشرۍ د ۱۴ کسیز پلاوي سره په کتنه کې کړې دي.یاد پلاوی د افغانستان د علومو اکاډمۍ په بلنه د «په اسلامي معاصرو علومو کې د امام برهانالدین مرغیناني رحمهالله علمي میراث او مقام» په نړیوال علمي ـ څېړنیز کنفرانس کې د ګډون لپاره کابل ته راغلی و او له هغه وروسته یې بلخ ته سفر کړی دی.په دې کتنه کې د علومو اکاډمۍ د ژباړې او تدقیق رئیس شیخالقرآن عزیزالله مظهري، د ازبکستان د مسلمانانو ادارې لومړي مرستیال شیخ حامد جان ایشمت بیکوف، د دغه هېواد یو شمېر علماوو او استادانو، د بلخ د علماوو شورا، استیناف محکمې، فقهي مجالسو او ارشاد، حج او اوقافو ریاستونو مسوولینو او ګڼو نورو علمي شخصیتونو ګډون کړی و.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د بلخ والي: د ترمذ او بلخ ګډې هڅې به علمي ستوري ټولنې ته وړاندې کړي
Sources
Afghan sources
د بلخ والي: د ترمذ او بلخ ګډې هڅې به علمي ستوري ټولنې ته وړاندې کړي