Summary: په کابل ښار کې د کډوالو لپاره د لنډمهالي کمپ پايتخت ترمينل کې يو جومات جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو. ياد جومات چې د ۱۵۰ لمونځ کوونکو ظرفيت لري، په یو ميليون ۳۴ زره ۴۲۵ افغانۍ د کډوالو ستونزو ته د رسيدګي عالي کمېسیون د جوماتونو د پلاوي له لوري د ۱۴۰۵ مالي کال په جريان کې جوړ شوی او د جوماتونو پلاوي په حضور کې پرانيستل شو. د ياد جومات د پرانیستې په مراسمو کې، د پوهنې وزارت مالي او اداري مرستيال او د جوماتونو پلاوي سرپرست مولوي صبغت الله وصيل د جوماتونو د جوړولو او ساتنې اهميت او د ديني او افغاني ارزښتونو د پراختيا په اړه خبرې وکړې. نوموړي همداراز د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ عالي مقام او د کډوالو ستونزو ته د رسيدګي عالي کمېسیون په لارښوونه د عقيدې زده کړې، اعمالو، اخلاقو او افغان فرهنګ سره د بلدتيا روزنيزو پروګرامونو تدريس په تړاو د مراسمو ګډونوالو ته لازمې لارښوونې وکړې.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
کابل؛ د کډوالو کمپ پايتخت ترمينل کې د يو جومات پرانیسته وشوه
منابع
Afghan sources
کابل؛ د کډوالو کمپ پايتخت ترمينل کې د يو جومات پرانیسته وشوه