په میدان وردګو کې سلګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې — Bakhtar
Summary: په ميدان وردګو کې د اوبو رسولو دوو شبکو په ګټې اخیستنې سره، څه باندې ۵۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې. باختر اطلاعاتي اژانس ته د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې؛ د میدان وردګو د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په نرخ او دایمیرداد ولسوالیو کې د ۸.۵ میلیونه افغانیو په لګښت؛ د اوبو رسولو دوو شبکو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.ویل شوي چې په دغو شبکو کې د ۶۰ او ۳۰ متره مکعب په وړتیا د پاکو اوبو دوو ذخیرو جوړول، د ۲۵۹ شیردانونو نښلول او د ٢١ کیلو مترو په اوږدوالي د پایپ غځول شامل دي.هېره دې نه وي چې د یادو شبکو د جوړولو په بهیر کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره يې ۵۲۷ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
په میدان وردګو کې سلګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې
Sources
Afghan sources
په میدان وردګو کې سلګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې