EconomyKabulافغانستاندری

د افغانستان د کرنې وزیر په یوه نړیوال فورم کې د ګډون لپاره… — Pajhwok

در حال تکمیلEconomyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-07 06:43:20🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ازبکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه، په وچه کې د راګیرو هېوادونو، د خوړو خوندیتوب او د دوامدارې پراختیا د موخو په نړیوال تخنیکي فورم کې د ګډون لپاره تاشکند ته تللی دی. د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه سفر اصلي موخه په یاد نړیوال تخنیکي فورم کې ګډون دی چې د ۲۰۲۶ کال د اکټوبر په ۷مه او ۸مه په تاشکند ښار کې جوړېږي. سرچینه لیکي، په دغه فورم کې به په وچه کې د راګیرو هېوادونو کارپوهان او استازي د خوړو خوندیتوب، د دوامدارې پراختیا موخو، د پوهې او تجربو شریکولو او د عملي همکاریو پر لارو چارو خبرې وکړي. په خبرپاڼه کې راغلي، ټاکل شوې د دغه سفر پر مهال د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د کرنې، اوبولګولو، مالدارۍ، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د دوه‌اړخیزو او سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو هم بحث وشي. د کرنې وزارت ویلي، افغان پلاوی به د دغه فورم په څنډه کې د ګډونوالو هېوادونو له چارواکو او استازو سره هم وګوري او د افغانستان د کرنیزو او اقتصادي ظرفیتونو، د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او سوداګرۍ د پراختیا، د پانګونې د راجلبولو او د مسلکي پوهې او تجربو د لېږد…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-07 06:43:20

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د افغانستان د کرنې وزیر په یوه نړیوال فورم کې د ګډون لپاره تاشکند ته تللی

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-07 11:12:18

د افغانستان د کرنې وزیر په یوه نړیوال فورم کې د ګډون لپاره تاشکند ته تللی

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button