کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ازبکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه، په وچه کې د راګیرو هېوادونو، د خوړو خوندیتوب او د دوامدارې پراختیا د موخو په نړیوال تخنیکي فورم کې د ګډون لپاره تاشکند ته تللی دی. د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه سفر اصلي موخه په یاد نړیوال تخنیکي فورم کې ګډون دی چې د ۲۰۲۶ کال د اکټوبر په ۷مه او ۸مه په تاشکند ښار کې جوړېږي. سرچینه لیکي، په دغه فورم کې به په وچه کې د راګیرو هېوادونو کارپوهان او استازي د خوړو خوندیتوب، د دوامدارې پراختیا موخو، د پوهې او تجربو شریکولو او د عملي همکاریو پر لارو چارو خبرې وکړي. په خبرپاڼه کې راغلي، ټاکل شوې د دغه سفر پر مهال د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د کرنې، اوبولګولو، مالدارۍ، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د دوهاړخیزو او سیمهییزو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو هم بحث وشي. د کرنې وزارت ویلي، افغان پلاوی به د دغه فورم په څنډه کې د ګډونوالو هېوادونو له چارواکو او استازو سره هم وګوري او د افغانستان د کرنیزو او اقتصادي ظرفیتونو، د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او سوداګرۍ د پراختیا، د پانګونې د راجلبولو او د مسلکي پوهې او تجربو د لېږد…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
د افغانستان د کرنې وزیر په یوه نړیوال فورم کې د ګډون لپاره تاشکند ته تللی
Sources
Afghan sources
د افغانستان د کرنې وزیر په یوه نړیوال فورم کې د ګډون لپاره تاشکند ته تللی