کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۵): د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، سیمهییز وضعیت او د ګډو همکاریو پر لا پراختیا خبرې کړي دي. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د اسلامي امارت د د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د مسکو فارمټ اتمې ناستې په څنډه کې د افغانستان لپاره د چین ولسي جمهوریت له ځانګړي استازي یو شیاویونګ سره کتلي دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د افغانستان او چین د دوه اړخیزو اړیکو، سیمهییز وضعیت او د ګډو همکاریو د لا پراختیا په اړه خبرې شوې دي. سرچینه زیاتوي، مولوي امیرخان متقي د مسکو فارمټ په چوکاټ کې د افغانستان په اړه د چین له رغنده او متوازن دریځ څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنسټ د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره زمینه مساعده ده. بهرنیو چارو وزارت لیکلی چې یو شیاویونګ د افغانستان او چین اړیکې مثبتې بللي او د سیمې د وضعیت په اړه یې د چین لیدلوری د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر سره شریک کړی دی. د خبرپاڼې له مخې، یو شیاویونګ د سیمهییز ثبات، متقابلې همکارۍ او د افغانستان د اقتصادي او…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
متقي د چین له ځانګړي استازي سره د دوه اړخیزو اړتیا پر لا پراختیا خبرې کړي
سرچینې
Afghan sources
متقي د چین له ځانګړي استازي سره د دوه اړخیزو اړتیا پر لا پراختیا خبرې کړي