Newsافغانستاندریننګرهار

د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین د ننګرهار له خبریالانو سره وکتل — Bakhtar

در حال تکمیلNewsننګرهار1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-07 17:58:35🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي د ننګرهار له خبریالانو، د سیمه‌ییزو راډیوګانو له مسوولینو او د رسنیو له استازو سره د رسنیزو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې. د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې ناسته کې د کورنیو او بهرنیو رسنیو خبریالانو، د سیمه‌ییزو راډیوګانو مسوولینو او د ټولنیزو رسنیو فعالانو ګډون کړی و. په دغه ناسته کې د رسنیو فعالیتونو، د خبریالانو د کاري ستونزو، د سیمه‌ییزو رسنیو د پیاوړتیا، د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو او د رسنیو او اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ د پراختیا په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین د عامه پوهاوي او د معلوماتو په رسولو کې د رسنیو رول مهم وباله او ټینګار یې وکړ، چې رسنۍ باید خپل فعالیتونه د مسلکي او ژورنالستیکو اصولو له مخې ترسره کړي. نوموړي د خبریالانو او د رسنیو د مسوولینو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د هغوی د ستونزو د حل او د رسنیزو فعالیتونو د ښه‌والي لپاره یې د لازمې همغږۍ ډاډ ورکړ.

اطلاعات کوتاه

مکانننګرهار
موضوعNews
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-07 17:58:35

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین د ننګرهار له خبریالانو سره وکتل

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-07 16:57:31

د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین د ننګرهار له خبریالانو سره وکتل

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button